افغانستان کې د اروپایي تولنې سفیر، اندراس وون برانت ویلي که چیرې طالبانو افغانستان کې د تاوتریخوالي کچه کمه کړې وایي، نو د دې امکان و چې دوی په جنیوا ناسته کې ګډون وکړي.
هغه یک تلویزیون ته په خبرو کې وویل: “دا د دوی لپاره یو ډېر ښه چانس و چې نړیوالو ته یې ځان ښودلی وایي، خو فکر نه کوم چې دا کار اوس وشي.”
وون برانت افغانستان کې د تاوتریخوالي کچه زیاته بللې ده.
افغانستان لپاره د مرسته کوونکو هیوادونو یا د جنیوا ناسته راتلونکې اونۍ کې جوړیږي.
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست حنیف اتمر هم پرون د ولسي جرګې استازو ته په خبرو کې وویل چې نړیوالې ټولنې افغانستان سره د مرستو دوام لپاره افغان حکومت او طالبانو ته لس شرطونه وړاندې کړي دي.
حنیف اتمر وویل د دې ویره شته چې نړیوال نور له افغانستان سره مرسته ونه کړي.