د ملي دفاع وزارت سرپرست، اسدالله خالد وایي ډاډمن نه دی چې قطر کې د بین افغاني خبرو بهیر کومه مثبته پایله ولري.
اسدالله خالد دا خبرې نن سه شنبه ولسي جرګه کې د خبرو پرمهال چې راېې اخیستلو لپاره یې خپل راتلونکي پلانونه بیانول، کړي دي.
هغه همداشان وویل چې طالبانو د سولې له خبرو نا سمه ګټه اخیستې او تاوتریخوالی یې زیات کړی دی.
د خالد په وینا که څه هم له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو زیاتې خبرې کیږي، خو دا امکان هم شته چې د دې ځواکونو شمیر زیات شي.
هغه وویل تر اوسه یې له هیواده د بهرنیو ځواکونو د وتلو کومه نښه نه ده لیدلې.
ښاغلي خالد زیاته کړه چې افغان ځواکونو د قطر خبرو له پيلدو وړاندې ۹ ولسوالۍ له طالبانو ونیولې او که چیرې د دغه بهیر محدودیت نه وای، نورې ولسوالۍ هم د افغان ځواکونو لاس ته ورتلی شوای.
اسدالله خالد وويل، افغان ملي اردو ۹۶ سلنه عملیات خپله کوي او یواځې څلور سلنه عملیاتو کې ور سره بهرني ځواکونه همکاري کوي.
هغه وویل که بهرنیان نه وي هم، دوی کولی شي د خپلې خاورې دفاع وکړي.
دا په داسې حال کې دي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ څه موده وړاندې ویلي و چې د راتلونکي میلادي کال پورې خپل ټول ځواکونه له افغانستانه باسي.