د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست، محمد حنیف اتمر وایي دا وېره او خطر موجود دي چې نړیواله ټولنه له افغانستان سره نوره مرسته ونه کړي.
حنیف اتمر دا څرګندونې نن دوشنبه د ولسي جرګې غړو ته وکړې.
ولسي جرګې نن د حنیف اتمر، د کورنیو چارو وزارت سرپرست مسعود اندرابي او د مالیې وزارت سرپرست عبدالهادي ارغندیوال کاري پلاونه واوریدل.
حنیف اتمر د خپلو خبرو په جریان کې وویل افغانستان سره د نړیوالې ټولنې شوې مرستې تر راتلونکو دوو میاشتو ختمیږي او دا اندیښنه موجوده ده چې د جنیوا راتلونکې ناسته کې افغانستان سره هیڅ ژمنه ونه شي.
دا په داسې حال کې دي چې ټاکل شوې ده تر راتلونکو څو ورځو پورې د افغانستان د ملاتړو هیوادونو ترمنځ د جنیوا ناسته جوړه کړي.
حنیف اتمر وویل نړیوالې ټولنې د مرستو دوام لپاره افغان دولت او طالبانو ته لس شرطونه ایښي دي.