د کوزې پښتونخوا د پښتو ساتنې غورځنګ فعالي غړي محس داوړ په خپلو وروستیو څرګندونو کې د اسلامي حزب مشر، ګلبدین حکمتیار خبرو ته سخت غبرګون وښود.
محسن داوړ پرون یکشنبه د شمالي وزیرستان په میرانشاه ښار کې د زرګونو کسانو غونډې ته په وینا کې، په دې هم نیوکه وکړه چې حکمتیار ته په پاکستان کې حکومتي تشریفات نیول کیږي.
هغه پاکستان ته د حکمتیار د سفر په هکله وویل: “ګلبدین حکمتیار په افغانستان کې ځان ټاکنو ته ځان نوماند کړی و، خو خلکو په بشپړه توګه رد کړ، خو دلته چې راشي بیا د پاکستان ریاست حکومتي پروتوکول ورکوي، او بیا له دې ځایه وايي چې په افغانستان کې زموږ د دښمنانو حکومت دی. موږ هغه ته یوه خبره کوو، چې د دې غورځنګ حدود نشته. د پي ټپي اېم حدود په لر او بر کې دي. ترڅو چې د پي ټي ایم یو مبارز هم ژوندی وي، قسم په خدای که ستا پلار هم پر افغانانو فیصله مسلطه کړي.”
دا غبرګون له هغه وروسته ښودل کیږي، چې ګلبدین حکمتیار څه موده وړاندې د پاکستان په بلنه یاد هیواد ته په درې ورځي سفر کې ځيني پاروونکې څرګندونې کړې وي.
هغه د حامد کرزي په هوایي ډګر کې خبریالانو ته وویل چې پاکستان ته د سولې پیغام سره ورځي.
ښاغلي حکمتیار پاکستان ته په رسیدو سره وویل ترڅو چې افغانستان کې بهرنیان شتون ولري، دغه هیواد ته سولې نشي راتلی.
هغه کابل ته په راتلو سره هم په یوه خبري غونډه کې د لنډمهاله حکومت غوښتنه وکړه او همداشان یې د امنیتي چارواکو هغه ادعا رد کړه چې کني د هلمند جګړه کې پاکستاني جنګیالیو ګډون کړی دی.