د افغانستان زیات شمیر ولایتونو کې د واورو او بارانونو ورښت او د هوا سړیدو سره د پوهنې وزارت د ښوونځیو ازموینو او رخصتیو په تړاو تازه پریکړې وکړې.
د پوهنې وزارت نن یکشنبه په یوه اعلامیه کې ویلي چې د تیرو پریکړو په تعقیب او په ۱۴۰۰ کال کې تدریس بهیر د زیانمنیدو مخنیوي لپاره او د ورښتونو وریدو له امله لاندې پریکړې شوې دي.
۱ – ښوونکي مکلف دي چې د ژمني رخصتي تر پیل وړاندې زده کوونکو ته سپارښتنه وکړي چې د رخصتیو پرمهال ویل شوي درسونه تکرار کړي او کلنۍ ازموینې ته چمتو ووسي.
د ازموینو سوالونه یواځې له تدریس شوو درسونه اخیستل کیږي.
۲ – د پورته مواردو په پام کې نیولو سره به ۱۲۹۹ کال د یوې وروستۍ (کلنۍ) ازموینې تابع وي او نمرې یې د ۱۰۰ له مخې ټاکل کیږي.
۳ – د سړو ولایتونو ښوونځي له لومړي تر شپږمو ټولګي د روانې لیندۍ میاشتې له لومړنۍ نیټې وروسته رخصت دي.
۴ – د سړو سیمو ښوونځیو کې له ۷ – ۱۲ ټولګي د لیندۍ میاشتې له له پنځلسمې نیټې وروسته رخصت دي.
۵ – زیاتو سړو سیمو کې د ښوونځي ټول صنفونه د لیندۍ میاشتې لومړۍ نیټې وروسته رخصت دي.
۶ – وروستي یا کلنۍ ازموینې د ۱۴۰۰ تعلیمي کال په پيل کې اخیستل کیږي.
ټول دولتي او خصوصي ښوونځي، دیني مدرسې او درالحفاظونه د دې امر تابع دي.