ټاکل شوې ده د پاکستان لومړی وزیر، عمران خان د همدې اونۍ په لړ کې افغانستان ته سفر وکړي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي په دې سفر کې به دواړه خواوې د سولې بهیر، د سیاسي همکاریو پراختیا، امنیتي او اقتصادي مسایلو باندې خبرې وکړي.
ولسمشر غني څه موده وړاندې عمران خان ته کابل ته د راتلو بلنه ورکړې وه، چې عمران خان هم ومنله.
دا سفر په داسې حال کې کیږي چې قطر کې د افغانستان د سولې خبرې په ټپه دریدلي او ترڅنګ یې افغانستان کې د جګړو شدت تر پخوا زیات شوی دی.
بله خوا، افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد دوه ورځې وړاندې ترکیې ته د سفر پرمهال د دغه هیواد لوړپوړو چارواکو سره د افغانستان سولې باندې خبرې کړي دي.
ترکي چارواکو ویلي هڅه به وکړي چې دواړه خواوې تاوتریخوالي کمولو او د سولې خبریدو پيلیدو ته وهڅوي.