د امریکا د دفاع وزارت نوي سرپرست وزیر، کریس مېلر ویلي اوس یې وخت رسیدلی چې امریکایي ځواکونه نور له افغانستانه ووځي.
کریس مېلر په یوه یاد داشت کې چې د دغه وزارت یوه چارواکي ته رسیدلی لیکلي هغه د دې لپاره ګمارل شوی چې له افغانستان د امریکایي ځواکونو ایستلو په تړاو د ټرمپ د ټاکنیزو کمپاینونو د مهال ژمنې عملي کړي.
هغه رامنځته شوی وضعیت ډېر مهم پړاو بللی او د ټرمپ د پریکړو د ملاتړ غږ یې کړی دی.
بله خوا، د امریکا نوي منتخب ولسمشر، جو بایډن د خپل بهرني سیاست کړنلاره کې چې د هغه ویب پاڼه کې خپره شوې ویلي چې، زیاتره هغه سرتیري چې سلا پرې کیږي له افغانستان باسي او ټول پام القاعده او داعش باندې اړوي.
ډونالډ ټرمپ د تیرې نوامبر میاشت کې ویلي و چې تر راتلونکې میلادي کال پورې ټول امریکایي ځواکونه له افغانستانه باسي.