د ولسمشر لومړي مرستیال، امرالله صالح پر کابل پوهنتون د برید د طرحه کوونکې هستې د نیول کیدو خبر ورکړی دی.
هغه نن شنبه په خپله فیسبوک پاڼه کې لیکلي هغه کسان چې پر پوهنتون یې برید کړی، د داعش، طالب او حزب التحریر ډلو غړي دي.
د ښاغلي صالح په وینا، داعش یواځې یو نوم دی او دغو کسانو د اړتیا په صورت کې له هر نوم نه ګټه اخیستې ده.
د هغه په وینا هغه چا چې برید طرحه کړې، عادل نومیږي، تر دریم ټولګي یې د شرعیاتو پوهنځی لوستی او وروسته بیا د حقاني شبکې د یوه پخواني غړي ثنا الله له خوا جذب شوی دی.
عادل ویلي ورته ویل شوي و، داسې کار وکړي چې حکومت تر فشار لاندې راشي، بدنامه شي او د خلکو تر پامه بد شي.
عادل د پنجشیر ولایت اوسیدونکی دی او وسلې یې له خوست ولایت نه د حقاني شبکې له لارې ترلاسه کړي دي.
وسله والو نږدې دوه اونۍ وړاندې پر کابل هنتون باندې وسله وال برید وکړ.
په دغه برید کې ۲۲ تنه ووژل شول او تر ۳۰ زیات ټپيان شول.
طالبانو لا پخوا په دغه برید کې لاس لرل رد کړي دي.