د امریکا د ملي امنیت پخواني سلاکار، مک مسټر ویلي طالبانو لاهم جګړې او تاوتریخوالي ته دوام ورکړی او امریکا باید د دغې ډلې د بدلیدو تمه ونه لري.
ښاغلي مسټر د امریکا پر حکومت نیوکه کړې ویلي یې دي چې د افغانستان په تړاو د ولسمشر ټرمپ پریکړې، د واشینګټن د بهرني سیاست تر ټولو لویې ناکامۍ دي.
مک مسټر په خپلو وروستیو څرګندونو کې همداشان ویلي سره له دې چې طالبانو سره د سولې تړون شوی دی، خو طالبان لاهم جګړه کوي او د القاعدې په څیر نورو ترهګرو ډلو سره اړیکې پالي.
هغه د هرات امنیتي ناسته کې د خبرو پرمهال وویل امریکا لاهم وخت لري چې خپلې تیروتنې ورغوي.
د ده په وینا امریکا ته په کار ده چې د ایران او پاکستان په ګډون د افغانستان ګاونډي هیوادونه دې ته قانع کړي چې افغانستان کې سوله د دوی په ګټه ده.
مک مسټر ویلي پاکستان د طالبانو له ملاتړه لاس نه اخلي، مګر دا چې د دې کار په بدل کې زیاته ونډه ترلاسه کړي.
د امریکا د ملي امنیت پخواني سلاکار همدا راز زیاته کړې چې اړتیا ده د افغانستان ملي او امنیتي ځواکونه پياوړي او جنګي وړتیاوې یې لوړې شي.
د یادولو ده چې د افغانستان حکومت هم د امریکا له راتلونکې حکومته غوښتي چې د سولې بهیر باندې بیا کتنه وکړي، خو طالبانو بیا له جوبایډن غوښتي چې د دوحې پر تړون عمل وکړي او خپل ځواکونه له افغانستانه وباسي.