د هندوستان د کرېکټ غوره لیګ یا ای پي اېل سیالیو اتلولي د ممبی انډینز لوبډلې په برخه شوه.
دا لوبه تیره شپه د عربي متحدو اماراتو دوبۍ نړیوال لوبغالي کې د ممبی او ډیلي کاپیټلز لوبډلو ترمنځ وشوه.
په پيل کې ډیلي پچه وګټله او د توپوهنې پریکړه یې وکړه، چې ټاکل شوو شلو اورونو کې یې سیالې لوبډلې ته د ۱۵۷ منډو هدف وټاکه.
ممبی لوبډلې ټاکل شوی هدف په ډيرې اسانۍ سره په نولسم اور کې د پنځو لوبغاړو په سوزیدو سره پوره کړه.
په دې توګه ممبی لوبډله د پنځم ځل لپاره د روهېت شرما په مشرۍ د ای پي اېل اتله شوه.
ای پي اېل سیالي په ۲۰۰۸ کال کې پيل شوې چې تر اوسه پنځه ځلې ممبی، درې ځلې چینای سوپر کینګز، دوه ځلې کلکته نایټ رایډرز، یو ځل راجستان رویالز، یو ځل ډکن چارجرز او یو ځل سنرایزرز لوبډلې ګټلې ده.