د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش وایي د جو بایډن په مشري د امریکا له نوي حکومته وغوښتل چې د افغانستان سولې بهیر باندې بیا کتنه وکړي.
ښاغلي دانش دا خبره نن دوشنبه په کابل کې د یوې خبري ناستې پرمهال وکړې.
دانش وویل سره له دې قطر کې نږدې دوه میاشتې وړاندې د سولې خبرې پيل شوي، خو دغو خبرو کې هیڅ پرمختګ نه دی شوی او جګړه لا پسې زیاته شوې ده.
دانش خبرو کې د بندښت پړه طالبانو واچوله، چې کني په خپل دریځ کې هیڅ نرمښت نه ښيي.
دانش وایي افغان دولت ځکه د امریکا د بین الافغاني خبرو کې د بنسټ په توګه د دوی او امریکا ترمنځ شوي تړون باندې ټینګار کوي، داسې حال کې چې دوی له دې کار سره مخالفت دی.
د ده په وینا افغان دولت د طالب بندیانو خوشې کیدو کې تر نیوکې لاندې دی، ځکه چې زیاتره دغه جنګیالي له خلاصون وروسته جګړه پيل کړې ده.
د ولسمشر دویم مرستیال همداشان وویل چې افغان دولت د طالبانو او امریکا د قطر د تړون برخه نه ده او نه یې هغه لاسلیک کړی دی.
هغه وایي هیله من دی چې د امریکا نوې اداره طالبانو سره پر پریکړو او سولې بهیر باندې بیا کتنه او ارزونه وکړي او د افغانانو ترمنځ خبرې ژر پیل شي.
وبه لیدل شي چې د جو بایډن په مشرۍ نوی جوړیدونکی حکومت به د امریکا او طالبانو ترمنځ شوې خبرې ومني او که به په دې اړه نوې پریکړې کوي.
بله خوا، طالبانو هم له جوبایډن غوښتي چې د دوحې پر تړون پاتې شي او خپل ځواکونه له افغانستانه وباسي.