د امریکا د اوسني ولسمشر ډونالډ ټرمپ میرمن میلانیا ټرمپ له خپل خاوند نه طلاق اخیستو ته شیبې شماري.
ډیلي میل ورځپاڼې د سپینې ماڼۍ د یوه پخواني سلاکار، اوماروسا مانیګو نیومن له خولې لیکلي چې د ډونالډ او میلانیا د ۱۵ کلن معاملاتي واده نیټه پوره شوې او لومړۍ میرمن له سپینې ماڼۍ تر وتلو وروسته طلاق اخیستو ته شیبې شماري.
نیومن ویلي میلانیا داسې حال کې چې ټرمپ ولسمشر دی هغه نشي خوشې کولی، ځکه چې کیدای شي ټرمپ په هر حال کې له هغه د خپل ځان سپکاوي په بدل کې غچ واخلي.
نیومن په ۲۰۱۷ کال کې له سپینې ماڼۍ استعفا کړې او اوس د ټرمپ یو پوخ منتقد دی.
د میلانیا یوې ملګرې کیسه کړې چې لومړۍ میرمن په ۲۰۱۶ کې کله چې ټرمپ ولسمشر شو، د خوشحالۍ اوښکې بهولې، ځکه چې هغې هیڅ کله فکر نه کاوه چې خاوند به یې ولسمشر شي.
میلانیا د ټرمپ حکومت پنځو لومړنیو میاشتو کې نیویارک کې پاتې شوه، ترڅو د دوی زوی بارون د ښوونځي ازموینې تیرې کړي.
بلخ خوا، د میلانیا یوه پخواني سلاکار سټیفاني ولکوف ویلي چې میلانیا له ټرمپ سره یو (تر واده وروسته تړون) لاسلیک کړی، چې له مخې به یې ټرمپ د خپلې شتمنۍ نیمایي برخه د دوی زوی بارون ته ورکوي.
ولکوف همداشان ادعا کړې چې میلانیا او ډونالډ په سپينه ماڼۍ کې هم د معاملاتي واده له مخې جلا کوټې لري.
خو د دې ادعاوو سره سره، میلانیا منلي چې له خپل خاوند سره ډیرې ښې اړیکې لري او هیڅ کله یې ترمنځ لانجه نه ده شوې.
ټاکل شوې ده چې ډونالډ ټرمپ تر راتلونکو دوو میاشتو پورې له خپلې کورنۍ سره له سپینې ماڼۍ ووځي او خپل ځای راتلونکي ولسمشر، جو بایډن ته وسپاري.
ښايي ټرمپ له سپینې ماڼۍ او د میلانیا له ژونده تر وتلو وروسته، د تاریخ یوه برخه شي.