د کندهار میوند ولسوالۍ کې د شاهراه پر کنډک چاودنه شوې او ۳۰ کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
دا چاودنه تیره شپه ناوخته د یوه مازدا موټر په واسطه شوې ده.
کندهار کې یوې امنیتي سرچینې یک تلویزیون ته وویل چې په دې پيښه کې ۵ تنه وژل شوي او ۲۵ نور ټپيان دي.
په وژل شوو کسانو او ټپیانو کې سرتیري او ملکي وګړي دواړه شامل دي، خو دقیقه شمیره یې نه ده معلومه.
یوې بلې سرچینې وویل چې په وژل شوو کسانو کې دوې ښځې، یو نارینه او یوه ماشومه شامل دي.
همداشان ټپيانو کې یوولس ملکیان او دیارلس پولیس دي.
مړي او ټپيان ټول د کندهار ښار میرویس روغتون ته انتقال شوي دي.
عیني شاهدان وایي ګڼ شمیر دوکانونه، کورونه او د شاهراه کنډک نړېدلي او زیات شمیر کسان ور لاندي دي.