د امریکا نوی منتخب ولسمشر جو بایډن په پام کې لري چې د خپل کار په لومړنۍ ورځ کې هغه بندیزونه لري کړي چې د ډونالډ ټرمپ له لوري پر ۱۳ هیوادونه لګول شوي وو.
د دغو هیوادونو په منځ کې ۷ اسلامي په ځانګړي توګه افریقایي هیوادونه دي.
د الجزیرې تلویزیوني شبکې د رپوټ پر اساس جوبایډن د تیرې اکټوبر میاشتې نیمایي کې په یوه پيغام کې وویل که چیرې ولسمشر شي داسې امریکا به جوړه کړي چې امریکایي مسلمانان پکې په هره برخه کې خدمت وکړي.
بایډن ویلي و: “زه به د ولسمشر په توګه تاسو سره کار وکړم چې زموږ له ټولنې د کرکې زهر له منځه لاړ شي. زما اداره به داسې وي چې مسلمان امریکایان پکې په هره برخه کې خدمت وکړي. د کار لومړۍ ورځ کې به پر مسلمانانو د ټرمپ ناقاونه محدودیتونه ختم کړم.”
ډونالډ ټرمپ په ۲۰۱۷ کال کې تر بریا وروسته یو اجرایوي فرمان ورکړ چې له مخې یې امریکا ته د ۷ اسلامي هیوادونو په شمول د ۱۳ هیوادونو د وګړو پر ورتګ بندیز ولګید.
که څه په دغو بندیزونو کې تر وروستیو شیبو زیات اصلاحات رامنځته شول.