جوبایډن د امریکا نوي ولسمشر په توګه تر ټاکل کیدو وروسته په خپله لومړنۍ وینا کې ویلي غواړي داسې کار وکړي چې نړۍ یو ځل بیا د امریکا درناوی وکړي.
بایډن ټینګار کړی چې د دوشنبې له ورځې وروسته به یوه ځانګړې کمیټه چې کار یې د علم پر بنسټ وي، کرونا سره د مبارزې له پاره جوړه کړي.
خو د ډونالډ ټرمپ وکیل چې د بایډن بریا نه مني، ویلي عالي دیوان کې د دوی حقوقي دعوه روانه ده.
بایډن تیره شپه په پنسلوانیا کې تر بریا وروسته تر ۲۷۰ زیاتې الکټرال رایې واخیستې او د امریکا شپږ څلویښتم ولسمشر اعلان شو.
ولسمشر غني، عبدالله عبدالله او پخواني ولسمشر حامد کرزي جوبایډن او د هغه مرستیالې کمالا هریس ته د بریا مبارکي ورکړې ده.
د دې ترڅنګ، د هند، پاکستان، کاناډا او بریټانیا لومړي وزیرانو او د فرانسې ولسمشر هم بایډن ته مبارکي ویلې ده.