د امریکا ولسمشریزو ټاکنو د دواړو ټاکنیزو ټیمونو پراخ غبرګونونه پارولي دي.
دا غبرګونونه له هغه وروسته توند شول، چې د ډموکراټ ګوند نوماند جو بایډن د رایو شمیرنې پایلو کې تر ټرمپ مخکې شو.
جو بایډن نن په دریل منګټون کې په یوه ناسته کې ویلې چې هغه له ۳۰۰ زیاتو الکټرال رایو اخیستلو په درشل کې او په غوڅ اکثریت سره ګټونکی دی.
جوبایډن ویلي دغو ټاکنو کې یې له ۴۷ میلیونو زیاتې رایې اخیستي دي، کوم څه چې د امریکا په ټاکنو کې بې سارې ده.
هغه ویلي ممکن ټولې یې د ټرمپ د رایو څلور برابره شي.
خو ټرمپ په دې ټینګار لري چې ټولې قانوني رایې بیا وشمیرل شي او هغه رایې چې د ده په باور ناقانونه دي، باطلې اعلان شي.
ټرمپ خبرداری ورکړی چې د دې ټاکنو ټول قانوني اړخونه څيړي او هیڅ کله له مبارزې لاس نه اخلي.
دغو ټاکنو وروستیو پایلو له مخې ټرمپ تر اوسه ۱۱۴ او جوبایډن ۲۷۴ الکټرال رایې ترلاسه کړي دي.
داسې حال کې چې بریا لپاره ۲۷۰ الکټرال رایو ته اړتیا ده.
په پاتې پنځو ایالتونو کې چې د رایو شمیرنه پکې روانه ده، په دریو کې یې بایډن او دوو کې ټرمپ مخکې دي.