د بین الافغاني خبرو د دواړو ټیمونو د تماس ډلو د کابل پوهنتون ترهګریز برید او د امریکا له ولسمشریزو ټاکنو راهیسې هیڅ ډول ناستې نه دي کړي.
د قطر سولې خبرو کې یوې ښکیلې سرچینې یک تلویزیون ته دا خبرې کړي دي.
کابل پوهنتون باندې د تیرې اونۍ برید له امله زیات کورني او نړیوال غبرګونونه وپاریدل.
که څه هم طالبان وایي دا برید دوی نه دی کړی، خو افغان حکومت په دې برید کې طالبان پړه بولي.
همداشان د امریکا ولسمشریزې ټاکنې هم د افغانستان په شمول د نړۍ د زیاتو هیوادونو پام ور جلب کړی دی.
یو شمیر کارپوهان په دې باور دي چې امریکا کې د نوي حکومت جوړیدو سره ښایي، د افغانستان د سولې خبرو کې ځنډ راشي.
ځيني نور بیا وایي دې بهیر کې د ځينو امریکایي لوبغاړو له بدلیدو پرته، د غټو بدلونونو احتمال نشته.
خو سره له دې چې د افغانستان د سولې خبرې یو نامعلوم برخلیک سره مخ دي، د ننه هیواد کې د جګړې لمن ورځ تر بلې د خوریدو په حال کې ده.
کندهار، هلمند او کندز هغه ولایتونه دي چې هره ورځ پکې جګړه روانه ده.