په زابل ولایت کې د موټربم چاودنې له امله ۱۶ کسانو ته مر ګ ژوبله واوښته.
دا چاودنه نن شنبه سهار د دغه ولایت د ولایتي شورا مشر، عطا جان حق بیان دفتر باندې شوې ده.
ښاغلي حق بیان د دې خبر په تایید سره ویلي چې دا برید د یوه فلډر موټر په مرسته شوې چې دوه سرتیري او څو تنه ملکي کسان پکې ټپیان شوي دي.
بله خوا، د زابل د ولایتي روغتون مشر ډاکټر نظیر حریفال ویلي دوی ته د پيښې له سیمې د ملکي کسانو دوه جسدونه او د ولايتي شورا د دوو ساتونکو په ګډون ۱۴ ټپیان ور وړل شوي دي.