د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرامپ خپل ټاکنیز ډیموکراټ سیال جو بایډن ته خبرداری ورکړی چې ټاکنو کې خپله بریا اعلان نه کړي.
د ډونلډ ټرمپ دا خبرداری له هغه وروسته دی چې جو بایډن په پنسلوانیا، جورجیا او نواډا ایالتونو کې د شمېرل شویو رایو له مخې له ټرمپ مخکې شوی دی.
له دې پرمختیا وروسته ولسمشر ټرمپ خپل ټوېټ کې لیکلي قانوني چلنجونه اوس پیلېږي، خو ولسمشر ټرمپ خپله د نومبر د ټاکنو په لومړۍ ورځ وویل، چې لوی بری یې ترلاسه کړی دی.
دواړو نوماندانو له دې وړاندې په ټاکنو کې ځانونه بریالي اعلان کړي دي.