د کابل نهمې ناحیې مربوطاتو څلورم مکروریانو سیمه کې د ماین چاودنه په پایله کې د پخواني تلویزیون ویاند او خبریان یما سیاوش په ګډون درې تنه ملکي وګړي ووژل شول.
د کابل پولیس وایي دا چاودنه نن شنبه سهار شاوخوا ۷:۴۵ په یوه کرولا ډوله موټر کې د ځای پر ځای شوي مقناطیسي ماین له کبله شوې ده.
یما سیاوش د طلوع تلویزیون د سیاسي خپرونو او خبرونو یو پخوانی ویاند و چې اوس یې تازه د افغانستان بانک کې دنده پيل کړې وه.
دافغانستان بانک منلي چې درې تنه کار کوونکی یما سیاوش، احمدالله انس او امین الله رضایي د نن ورځې پيښه کې وژل شوي دي.
سیاوش د افغانستان بانک د ریاست دفتر د عمومي امریت د عامه اړیکو سلاکار، احمد الله د غه دفتر اجراییوي او پروتوکولي مرستیال او امین الله رضایی د دوی موټر چلوونکی و.