د افغانستان بیارغونې لپاره د امریکا څارګرې ادارې یا سیګر په خپل یوه تازه رپوټ کې ویلي چې افغانستان کې د سولې خبرو تر پیلیدو وروسته د طالبانو بریدونه ۵۰سلنه زیات شوي دي.
سیګر د امریکا د دفاع وزارت د چارواکو له خولې لیکي چې د طالبانو د تاوتریخوالي دغه کچه د منلو نه ده او کولی شي چې د دوحې تړون ته زیان ورسوي.
د رپوټ په یوه برخه کې راغلي: “داسې حال کې چې د افغانستان حکومت د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته اوربند باندې ټینګار کوي، مخالف وسله وال له خپلې غوښتنې سره سم، شرایط تنظیم او تحمیلوي. د حکومت مخالف وسله وال دغو دریو میاشتو کې د ۸۳ سلنه ملکي تلفاتو لاملین دي. طالبان د دغې وژنې د ۳۶ سلنې مسوولین دی.”
افغانستان کې میشتو بهرنیو ځواکونو هم یو ځل بیا د افغان ځواکونو د ملاتړ ډاډ ورکړی دی.
افغانستان کې د امنیت د لیږد د ګډې قومندانۍ قومندان، جان دیریک ویلي: “د طالبانو تاوتریخوالی لاهم لوړ دی. موږ د افغان ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکوو. موږ د هوکړې پر اساس د افغان دولت دفاع کوو. کله چې تاوتریخوالی زیات شي، موږ هم هوایي بریدونه زیاتوو.”
د افغانستان ملي دفاع وزارت وایي همدا اوس د هیواد په ۲۰ ولایتونو کې جګړه روانه ده، چې له دې ډلې په هلمند، کندهار او کندز کې د جګړې شدت تر ټولو زیات دی.