د بلخ پخواني والي او د اسلامي جمعیت ګوند جګپوړي غړي عطامحمد نور طالبانو ته خبرداری ورکړ چې که ریښتینې سولې ته غاړه کینږدي، نو پر وړاندې به یې وسله واخلي.
عطامحمد نور دا خبرې نن جمعه په کابل کې د سید مصطفی کاظمي د ۱۳م تلین مراسمو کې وکړې.
هغه وویل چې که چیرې طالبان د خلکو د سولې غوښتنې غږ وانه وري او ریښتینې سولې ته غاړه کینږدي، نو وسلې ته به لاس کړي او ولس به یې پر وړاندې بسیج کړي.
نور زیاته کړه چې که چیرې طالبانو د خلکو وژنې ته دوام ورکړي، نو د تیر په څير به بیا د دوی پر وړاندې ودریږي.
هغه پر حکومت هم له دې امله نیوکه وکړه چې کني ولسي کتلې یې څنډې ته کړي او جمهوري نظام یې کمزوری کړی دی.
عطا محمد نور په تیرو ولسمشریزو ټاکنو کې د ولسمشر غني کلک ملاتړی و، خو اوس ښکاري له حکومته ناراضه دی.
نور تیره ورځ د مصالحې عالي شورا مشر، عبدالله عبدالله سره هم د هغه په کور کې وکتل، سره له دې چې له کلونو یې اړیکې ښې نه وې.