د امریکا د کنګرې یوې جمهوري غوښتونکې نوماندې کتي بارنټ د دغه هیواد ولسمشریزې ټاکنې د افغانستان تیرو ولسمشریزو ټاکنو ته ورته بللې دي.
کتي بارنټ همداشان ویلي چې د امریکا مترقي لیبرالیان د افغانستان طالبانو ته زیات ورته والی لري.
کتي بارنت د امریکا فاکس نیوز سره په خبرو کې ویلي: “ډير د شرم ځای دی چې د نړۍ تر ټولو سترې دیموکراسۍ کې ټاکنو د افغانستان هغو په څير له درغلیو ډکې وي.”
دا څرګندونې له هغه وروسته کیږي چې د امریکا ټاکنو کې د جمهوري غوښتونکي نوماند، ډونالډ ټرمپ له خوا د پراخو درغلیو د ترسره کیدو ادعا وشوه.
دا په داسې حال کې دي چې تر اوسه د رایو شمیرنه نه ده ختمه شوې او د امریکا د راتلونکي ولسمشر په تړاو وړاندوینه هم ستونزمنه ده.
د امریکا د ټاکنو دواړو نوماندانو جو بایډن او ډونالډ ټرمپ ځانونه بریالي بللي دي.