د ولسمشر لومړی مرستیال، امرالله صالح وایي د کابل ښار ځینو حساسو سیمو کې هغه لوړپوړې ودانۍ چې د ځينو کسانو له لوري په خپل سر جوړې شوې دي، په چاودیدونکو توکو نړول کیږي.
صالح ویلي د دغو ودانیو د جوړیدو مخنیوی د پولیسو له لوري یا ډیر ورو دی یا هم ممکن نه دی او ښار په چټکې سره د بې نظمۍ پر لور روان دی.
هغه نن پنجشنبه په خپله فیسبوک پاڼه کې لیکلي: “یعني لوړپوړې ودانۍ به وي او ښاري خدمات به نه وي. له همدې امله راتلونکې اونۍ کې به لوړپوړو ودانیو په تړاو دوه کارونه وشي. اول ملا ماتوونکي جریمې، یعني د ودانیو له ارزښت زیاته جریمه به د کابینې ناستې ته وړاندې شي. دویم به هغه ودانۍ چې حساسو سیمو کې جوړې شوې، لکه د نورو هیوادونو په شان دقیقو انجنیري طرحو سره په چاودیدونکو توکو سره ونړول شي.
دا په داسې حال کې دي چې همدا اوس په کابل ښار کې لسګونه لوړپوړې ودانۍ د ښاروالۍ له نقشې او له نړیوالو معیارونو پرته ودانې شوې دي.
معلومه نه ده چې د ښاغلي صالح دا طرحې به تر پایه عملي شي که نه.