د ولسي جرګې د کلتوري او لوړو زده کړو کمیسیون څیړنې ښيي چې د کابینې د ۸ نوماند وزیرانو او د دوو ریاستونو د نوماندانو تحصیلي اسناد ستونزې لري.
د ښځو چارو نوماند وزیره، حسینه صافۍ
د صنعت او سوداګرۍ وزارت نوماند، نثار احمد غوریاني
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت نوماند وزیره، معصومه خاوري
د ټرانسپورټ وزارت نوماند وزیر، قدرت الله ذکي
د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت نوماند وزیر، محب الله صمیم
د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت نوماند وزیر، نور رحمان اخلاقي
د کار او ټولنیزو چارو وزارت نوماند وزیر، بشیر احمد تینج
او د ټولګټو وزارت نوماند نجیب الله یمین هغه کسان دي چې د جرګې د استازو په وینا سندونه یې بشپړ نه دي.
همداشان د ملي امنیت د ریاست نوماند احمد ضیا سراج او د افغانستان بانک د مشر اجمل احمدي اسنادو کې هم ستونزې لیدل شوي دي.
د جرګې غړو د نن چهارشنبې ورځې په غونډه کې همداشان پریکړه وکړه چې د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح، د ملي امنیت سلاکار او د امنیتي بنسټونو مشران د وروستیو ترهګریزو پيښو په تړاو ځواب ویلو لپاره د راتلونکې سه شنبې په ورځ جرګې ور وغواړي.
معلومه نه ده چې دغه چارواکي به د جرګې استازو بلنه ومني که نه.