د ولسي جرګې مشر، میر رحمان رحماني وایي د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح ساتنې لپاره ۳۰۰ تنه ساتونکي ګمارل شوي دي.
ښاغلي رحماني دا خبرې نن چارشنبه د جرګې غونډه کې وکړې.
د ښاغلي رحماني په وینا د لومړی مرستیال د ساتونکو شمیر د کابل پوهنتون تر ساتونکي څو برابره زیات دي.
هغه وویل: “ځینو کسانو ته سلګونه د رجال برجسته ریاست ساتونکي ګمارل شوي دي…. یواځې د ولسمشرۍ ماڼۍ لومړي مرستیال امنیت لپاره ۳۰۰ ساتونکي ګمارل شوي دي. خو د کابل پوهنتون امنیت تامین لپاره څومره کسان ګمارل شوي دي؟ د داخلي امنیت کمیسیون دې د برجسته رجالو رئیس له تشکیلاتو سره کمیسیون ته وغواړي او د توضیحاتو غوښتنه وکړي.”
د رحماني په وینا سره له دې چې هغه د یوې قوې مشر دی، ولسمشر ۵۰ کسان ورکړي او اوس وایی چې دا شمیر باید ۳۰ تنه وي.
دا څرګندونې له هغه وروسته کیږي وسله والو کسانو وړمه ورځ کابل پوهنتون باندې برید وکړ او لسګونه کسانو ته یې مرګ ژوبله واړوله.
ولسي جرګې همداشان د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح، د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب او د درګوني امنیتي بنسټونو مشران د وروستیو امنیتي پیښو په اړه ځواب ویلو لپاره د راتلونکې سه شنبې په ورځ ولسي جرګې ته ور وغوښتل.
د دې ترڅنګ، د ولسي جرګې کلتوري او د لوړو زده کړو کمیسیون څیړنې ښيي چې د کابینې د ۸ نوماند وزیرانو او د دوو ریاستونو د نوماندانو اسناد ستونزې لري.
د ښځو چارو نوماند وزیره، حسینه صافۍ
د صنعت او سوداګرۍ وزارت نوماند، نثار احمد غوریاني
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت نوماند وزیره، معصومه خاوري
د ټرانسپورټ وزارت نوماند وزیر، قدرت الله ذکي
د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت نوماند وزیر، محب الله صمیم
د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت نوماند وزیر، نور رحمان اخلاقي
د کار او ټولنیزو چارو وزارت نوماند وزیر، بشیر احمد تینج
او د ټولګټو وزارت نوماند نجیب الله یمین هغه کسان دي چې د جرګې د استازو په وینا سندونه یې بشپړ نه دي.
همداشان د ملي امنیت د ریاست نوماند احمد ضیا سراج او د افغانستان بانک د مشر اجمل احمدي اسنادو کې هم ستونزې لیدل شوي دي.