په هند کې د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو د نوماندانو ډونالډ ټرمپ او جو بایډن سلګونه پلویان د دوی بریا لپاره مذهبي مراسم نیولي او دعاګانې کوي.
یو شمیر هندیان د هند په جنوب کې په “تهولاسندراپورام” کلي کې د جوبایډن بریا لپاره لاسونه جوخت کړي او ځینی نور بیا په شمال کې د ټرمپ بریا غواړي.
تهولاسندراپورام هغه سیمه ده چې د جوبایډن د لومړۍ مرستیالې، کامالا هریس مورنۍ نیکه پکې زیږیدلی دی.
د دې سیمې خلک د خپلوي له امله د بایډن بریا ته خوشحاله دي.
هندي رسنیو لیکلي چې د دې سیمې سلګونه اوسیدونکي په یوه معبد کې راټول شوي او په ځانګړو مراسمو کې یوه هندي بُت باندې شیدې تویوي او دعاګانې کوي.
بله خوا د ډیلي په شمال کې سلګونه نور هندوان د ټرمپ بریا لپاره ځانګړي مذهبي مراسم نیولي دي.
دوی چې وایي شمیر یې ۵ میلیونو تنو ته رسیږي، باور لري چې ټرمپ کولی شي هندوستان د هغه له اصلي سیالانو پاکستان او چینه په امن کې وساتي.