د بدخشان ولایت د راغستان ولسوالۍ د سرو زور تر ټولو ستر کان، د وسله والو طالبانو د تمویل یوه ستره سرچینه بلل کیږي.
ځایي چارواکي وایي چې طالبان له دغه کانه په ورځ کې نږدې یو کیلوګرام سره زر ترلاسه کوي او د افغان ځواکونو پر وړاندې جګړه کې ترې ګته اخلي.
ولسي جرګه کې د بدخشان ولایت استازي وایي مخالف وسله وال د هرې ورځې په تیریدو سره بدخشان کې د سرو زرو زیاتې سیمې تر خپل واک لاندې راولي او ترڅنګ یې له خلکو هم عشر او خمس ټولوي.
دغه استازي وایي چې څه باندې ۱۲۰سکواټور ماشینونه بدخشان کې طالبانو لپاره د سرو زرو موندلو باندې لګیا دي.
د بدخشان والي ذکریا سودا هم مني چې د بدخشان د زرشویۍ سره زر د طالبانو او القاعده ډلې د تمویل یوه ستره سرچینه ګرځيدلې ده.
د بدخشان د ولایتي شورا منشي، احمد جاوید راغي هم د دې رپوټ په تایید سره خبر داری ورکړی چې د طالبان له لوري د زرو ایستنه پراخه شوې ده.
د کانونو او پترولیم وزارت هم مني چې دغه ولایت کې ناقانونه کان ایستنه شته، خو وایي د ایستنې سیمې یې د کانونو ساتنې کمیټې ته سپارلې دي.
د افغانستان د روڼتیا بنسټ غړي، ناصر تیموري بیا یک تلویزیون سره خبرو کې د نیوکې ګوته حکومت ته ونیوله.
د ده په باور حکومت د کانونو ساتلو پاتې راغلی دی.
د بدخشان سیمه ییز چارواکي وایي طالبانو د دغه ولایت د سرو زرو بیکادر کان ته ځانونه نږدې کړي او که چیرې دغه کان ترلاسه کړي، نو بدخشان کې به وضع لا خرابه شي.
طالبانو له کلونو راهیسې د راغستان هغه سیمې چې سره زر پکې دي، تر خپل واک لاندې راوستلې دي.
بدخشان د افغانستان په کچه د سرو زرو او لاجوردو ستر کانونه لري؛ خو د دغو کانونو ګټې یواځې د وسله والو مخالفینو جیبونو ته لویږي.