د افغانستان د بشري حقونو کمیسیون وایي په تیرو دریو کلونو کې یواځې پر دریو ښوونیزو مرکزونو باندې ترهګریزو بریدونو په پایله کې له ۴۰۰ زیات کسان وژل شوي دي.
د دې ډول وروستۍ برید پرون د کابل پر پوهنتون ډلییز خونړۍ برید و، چې ۲۲ تنه پکې ووژل شول او ۲۷ نور ټپیان شول.
له دې څو ورځې وړاندې کابل کې د کوثر دانش په نوم ښوونیز مرکز باندې ځانمرګی برید وشو، چې شاوخوا ۱۰۰ کسانو ته یې مرګ ژوبله واړوله.
په همدې توګه په ۲۰۱۷ کال کې کابل کې تبیان ښوونیز مرکز باندې درې پرلپسې چاودنې وشوې، چې ۴۱ تنه زده کوونکي پکې ووژل شول او تر ۸۰ زیات پکې ټپیان شول.
له تبیان وروسته موعود ښوونیز مرکز هم د ترهګر تر برید لاندې راغی، چې لسګونه کسانو ته پکې مرګ ژوبله واوښته.
د افغانستان امریکايي پوهنتون باندې هم څو ځلې بریدونه شوي دي.
د دغو پيښو ټول قربانیان ځوانې نجونې او ځوان هلکان دي.
داعش ډلې د زیاتو دغه شان بریدونو مسوولیت پر غاړه اخیستی دی.