د افغانستان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي، زلمي خلیلزاد ویلي کابل پوهنتون باندې د تیرې ورځې برید د دې فرصت نه دی چې افغان حکومت او طالبان ترې امتیاز واخلي.
“دغه وحشي برید د حکومت او طالبانو لپاره یو فرصت ندی چې د یوه او بل پر وړاندې امتياز واخلي. دلته یو ګډ دښمن شتون لري.”
خلیلزاد نن سه شنبه پر خپل ټویټر لیکلي چې حکومت او طالبان باید د سولې لپاره سره یو ځای شي.
هغه دا برید غندلی او د ورته بریدونو ترسره کوونکي یې د ټولو ګډ دښمن بللی دی.
خلیلزاد له حکومت او طالبانو غوښتي چې سیاسي هوکړې لپاره خبرې ګړندۍ کړي او اوربند ته لاره پیدا کړي.
د وسله والو یوې دلې پرون کابل پوهنتون باندې برید وکړ.
په دغه برید کې ۲۲ تنه ووژل شول او ۲۷ ټپیان شول.
که څه هم داعش ډلې د دې برید مسوولیت منلی، خو حکومتي چارواکي وایي دا کار وسله والو طالبانو کړی دی.