د فاریاب والي نقیب الله فایق وایي طالبانو دغه ولایت او شاوخوا ولایتونو کې پرمختللو بې پیلوټه الوتکو ته لاسرسی موندلی دی.
ښاغلي فایق څو ورځې وړاندې هم ورته څرګندونې کړې وې، خو اوس یې په تازه څرګندونو کې ویلي چې طالبانو سره یوځای شوي داعش جنګیالي پر پرمختللو جنګي وسایلو سمبال دي.
بله خوا، نیویارک ټایمز ورځپاڼې په یوه رپوټ کې ویلي چې کیدای شي د کندز ولایت مقام باندې د تیرې شپې برید د طالبانو له لوري د بې پیلوټه الوتکي په مرسته شوی وي.
تیره شپه د کندز ولایت مقام کې د یوې چاودنې په پایله کې څلور تنه ووژل شول او اته نور ټپیان شول.
خو د کندز ولایت ځایي چارواکو ویلي چې دغه پيښه د یوه هاوان لګیدو له امله شوې ده.
دفاع وزارت تر اوسه د نیویارک ټایمز ورځپاڼې دغه رپوټ په اړه څه نه دي ویلي.
وروستیو څو اونیو کې د افغانستان په زیات شمیر ولایتونو کې جګړې زیاتې شوي او هره ورځ لسګونه تنه پکې وژل کیږي.
د پکتیا والي، حلیم فدایي ویلي چې دغه ولایت کې ۲۷۳ تنه بهرني جنګیالي د طالبانو په لیکو کې له افغان ځواکونو سره جګړه کوي.