وسله وال کسان نن سهار د کابل پوهنتون ته د ننه شوي دي.
دا پيښه نن دوشنبه سهار شوې ده.
د کورنیو چارو وزارت ویاند، طارق ارین یک تلویزیون ته وویل چې یو شمیر وسله وال پوهنتون ته ننوتي دي او ځانګړي ځواکونه هم سیمې ته رسیدلي دي.
یوې بلې امنیتي سرچینې یک تلویزیون ته وویل چې تر اوسه دغه برید کې ۲۰ تنه وژل شوي او تر ۴۰ زیات نور ټپیان شوي دي.
د سرچینې په وینا دوه تنه برید کوونکي هم وژل شوي دي.
خو کورنیو چارو وزارت وایي دغه برید د دریو تنو برید کوونکو په وژل کیدو سره پای ته رسیدلی دی.
د دغه وزارت د معلوماتو پر اساس په دې پيښه کې ۲۰ تنه وژل شوي او ټپیان شوي دي.
د سیمې عیني شاهدان وایي برید کوونکي د حقوقو پوهنځي ته دننه شوي او ډزې یې پيل کړي دي.
طالبان وایي دا برید دوی نه دی کړی