طالب وسله والو د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي د حکومت اړوند سرتیرو وژل کید او ټپي کیدل نه غواړي، خو مجبور دي چې دوی له منځه یوسي.
په دې اعلامیه کې چې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند، نعیم وردګ له لوري خپره شوې راغلي چې دغه سرتیري د ‘اسلامي حاکمیت’ د جوړیدو پر وړاندې دریدلي، نو ځکه یې وژل اړین دي.
په اعلامیه کې ویل شوي: “اسلامي امارت د دوی وژل، ټپي کیدل او ضایع کیدل نه غواړي او نه مو لوریږي چې د دوی کورنۍ، مور، پلار، خپلوان، اولادونه او سرتوري د غم پر ټغر کیني، خو دا چې یاد عسکر…. د اسلامي حاکمیت د جوړیدو خنډ ګرځيدلي، مجاهدینو سره جګړه کوي او ولس زوروي، نو ځکه یې له منځه وړل د اسلامي امارت د مجاهدینو مجبوري ده.
دوی د افغان دولت له سرتیرو غوښتي چې وسلې کیږدي او دوی ته تسلیم شي.
په وروستیو اونیو کې په ځانګړي توګه قطر کې د بین الافغاني خبرو تر پيلیدو وروسته افغانستان کې د جګړې شدت زیات شوی دی.
طالبان داسې حال کې د حکومتي سرتیرو وژل کید او ټپي کیدل توجیه کوي چې د اسلامی نړۍ د دیني عالمانو مشر احمد الریسوني، د بنګله دیش دیني عالمانو او کابل کې څه باندې درې زرو دیني عالمانو افغانستان کې روانه جګړه ناروا بللې او پر دواړو خواوو یې غږ کړی چې له جګړې لاس واخلي.
خو طالبان دا دیني عالمان د افغانستان له مسایلو ناخبره خلک بللي او له دوی یې غوښتي چې له دې باطلو فتواګانو لاس واخلي.
بله خوا، د طالبانو او امریکا ترمنځ د قطر تړون له مخې باید طالبانو افغانستان کې د جګړې شدت کم کړی وای، خو امریکایي چارواکو هم طالبان د دوحې تړون ماتولو باندې تورن کړي او څو ځلې یې د افغان ځواکونو په ملاتړ پر طالبانو بریدونه کړي دي.