د ولسمشر لومړی مرستیال، امرالله صالح وایي هغه موټر چلوونکي به له دې وروسته د کابل ترافیکو له خوا جریمه شي چې مخکې سیټ کې دوه کسان کینوي.
د ښاغلي صالح په وینا د جریمې یوه برخه به دا وي چې له دې موټرو به د څو ورځو لپاره د پولیسو او ښاروالۍ ګزمې لپاره کار واخیستل شي.
ښاغلي صالح دا خبره نن دوشنبه په خپله فیسبوک پاڼه کې لیکلې ده.
هغه له تیرو څو ورځو راهیسې د کابل امنیتي چارې پر غاړه اخیستې دي.
دا په داسې حال کې دي چې له دې وړاندې هم د کابل ترافیکو د سپرلۍ وړونکو موټرو مخکې سیټ کې د دوو کسانو کینول بند کړي وو، خو دا بندیز د ډېر وخت لپاره دوام ونه کړ.