ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازې، عادله راز وایي طالب مشران به تر هغه د ملګرو ملتونو تور لیست کې پاتې وي، چې د سولې خبرې بریالۍ شوې نه وي.
عادله راز یک تلویزیون سره مرکه کې ویلي چې اوس حال کې د طالبانو د مرکچي پلاوي په ګډوه د دغې ډلې ۱۳۰ تنه مشران د ملګرو ملتونو تور لیست کې دي.
په داسې حال کې چې طالب مشرانو په کراتو امریکایي چارواکو سره په ناستو کې له تورلیسته د دوی د ایستلو خبرې کړې دي.
دا خبرې داسې حال کې مطرح کیږي چې تر اوسه د افغانستان د سولې خبرې کوم پرمختګ نه دی کړی.
قطر کې د بین الافغاني خبرو له پيلیدو نږدې دوه میاشتې تیرې شوې دي، خو تر اوسه دواړه خواوې د خبرو اصولو ټاکلو باندې هم نه دي سلا شوي او ښکاري چې خبرو کې بندښت راغلی دی.
بله خوا، ویل کیږي چې دواړو خواوو د خبرو اسانچاري په توګه د پلازمینې پر ټاکلو سلا کړې ده
د افغان دولت د مرکچي پلاوې غړې، فوزیه کوفي چې کابل ته راغلې وه، هم یک تلویزیون سره خبرو کې وویل چې د قطر ترڅنګ د اسانچاري په توګه د یو شمیر نورو هیوادونو پر خوښولو هم خبرې روانې دي.
اوزبیکستان، اندونیزیا، ناروې او جرمني هغه هیوادونه دي چې د خبرو بندښت ماتلو لپاره یې چمتووالی ښودلی.
فوزیه کوفي نن بیرته قطر ته لاړه او په پام کې ده چې د جمهوریت د مرکچي پلاوي درې نور غړي هم راتلونکو ورځو کې قطر ته لاړ شي.
بله خوا، روسیې د بین الافغاني خبرو د کوربه توب وړاندیز کړی دی؛ هغه هیواد چې له دې وړاندې هم دوه ځلې د افغانانو د ناستې تجربه لري.
د سولې خبرو بندیدو سره هیواد کې د جګړې شدت هم زیات شوی او هره ورځ له دواړو خواوو لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوړي.
ملکي وګړي هم د دغې خونړۍ جګړې د قربانۍ یو اړخ دی.