د فرانسې ولسمشر، امانوېل مکرون ویلي چې هغه د اسلام پیغمبر ته د سپکاوي اړوند کاریکاتونو خپرولو پر وړاندې د نړۍ د مسلمانانو پر احساساتو پوهیږي.
مکرون همداشان زیاته کړې چې هغه د افراطي اسلام سره مبارزه کوي، هغه څه چې د ده په وینا ټولو لپاره یو ګواښ دی.
مکرون الجزیرې سره مرکه کې یو ځل بیا ټینګار کړی چې فرانسه کې د بیا د ازادۍ ملاتړ کوي او فرانسویان حق لري چې خپل لیدلوري د فکر، لیکنې، خبرو او یا انځور له لارې بیان کړي.
هغه د نړۍ په کچه ولاړو شوو اعتراضونو په اړه ویلي خلک فکر کوي چې هغه د کاریکاتورونو د خپریدو ملاتړ کړی، داسې حال کې چې خبرې یې تحریف شوي.
مکرون ویلي داسې کاریکاتورونه د یوې خپلواکې ورځپاڼې له خوا خپریږي او حکومت پکې هیڅ لاس نه لري.
وروسته له هغه د امانوېل مکرون پر ضد نړیوال اعتراضونه اوچت شول، چې هغه د اسلام د پیغمبر د کاریکاتورونو خپرولو کې د خپروونکي ملاتړ وکړ.