د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح کابل کې د پاکستان له سفارته غوښتي چې افغانانو ته د ورځې په اوږدو کې د ویزو ورکولو شمیر معلوم کړي.
صالح ویلي په دې کار سره غواړي چې د ویزو غوښتونکو لیکو کې نظم رامنځته کړي او خلک له زیاتو کړاوونو او سرګردانیو وژغوري.
هغه نن یکشنبه په خپله فیسبوک پاڼه کې لیکلييي: “د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د پاکستان له سفارته غواړي د ویزو شمیر چې هره ورځ یې صادروي، معلوم کړي. موږ غواړو چې د غوښتونکو په لیکو کې نظم رامنځته کړو او خلکو له کړاوونو او ټېل ماټېل وباسو.”
امرالله صالح همداشان ویلي داسې ډیرې ښې او انساني لارې شته چې له مخې یې د ویزو غوښتونکي مدیریت شي.
دا په داسې حال کې دي چې کابل او یو شمیر نورو ولایتونو کې هره ورځ سلګونه کسان د پاکستان ویزو اخیستو لپاره د دغه هیواد نمایندګیو مخې ته ټولیږي.
څو ورځې وړاندې په جلال اباد کې په همدې موخه راغونډ شوو کسانو ترمنځ ټېل ماټېل کې شپږو میرمنو خپل ژوند له لاسه ورکړ.