مالیې وزارت د بې اسنادو موټر لرونکو ته دوه میاشتی وخت ورکړ، ترڅو خپلو موټرو ته قانوني اسناد واخلي.
مالیې وزارت د دې کار موخه د جرایمو کمیدل او هیواد ته د بې اسنادو موټر د واردیدو مخنیوی بللی دی.
چارواکي وایي که چیرې د بې اسنادو موټر لرونکي دغه موده کې قانوني اسناد وانخلي، نو موټر بې یې ضبط شي.
نن شنبه د دغو موټر د اسنادو د قانوني پړاوونو تیرولو بهیر پيل شو.
د مالیې وزارت سرپرست، عبدالهادي ارغندیوال نن شنبه په یوه غونډه کې چې همدې موخې لپاره جوړه شوې وه، وویل ډیر ژر د دغه وزارت د کار کوونکو بستونه چې د قانون پر بنسټ ګمارل شوي، اعلان ته سپارل کیږي.
دا په داسې حال کې دي چې همدا اوس په کابل او نورو ولایتونو کې زرګونه بې اسناده موټر چلیږي.
د ماليې وزارت د معلوماتو له مخې په تیرو لسو کلونو کې ۴۰زره بې اسناده موټر له ګمرکي اسنادو پرته هیواد ته راداخل شوي دي.
د ماليې وزارت د معلوماتو پر اساس، دغو موټرو لپاره ځانګړي تخفیفونه هم په پام کې نیول شوی دي:
هغو موټرو ته چې له ۱۹۹۱ تر ۲۰۰۰ کال پورې وارد شوي، ۸۵سلنه تخفیف
هغو موټرو ته چې له ۲۰۰۰ تر ۲۰۱۰ کال پورې وارد شوي، ۷۵ سلنه تخفیف
او هغو موټرو ته چې له ۲۰۱۱ تر ۲۰۲۰ کال پورې وارد شوي، ۳۵ سلنه تخفیف په پام کې نیول شوی دی.
د ماليې وزارت سرپرست همداشان وویل چې دغې موخې ته رسیدو لپاره به د زیات شمیر ګمرکي ریاستونو بستونه اعلان ته وسپارل شي.
تمه ده چې له دې وروسته د موټرو ګمرکي تعرفو هم کې کموالی راشي.
دغه بهیر راتلونکو دوو میاشتو پورې پای ته رسیږي.
د نوم لیکې فومونو ډکول، امنیتي څیړنې، ګمرکي تشریح، ګمرکي عوارضو تحصیل او د پلیټونو ویشل، د یادو موټر د ګمرکي اسنادو پنځه ګوني پړاوونه دي.