د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، مایک پمپیو وایي امریکا د افغانستان خلکو سره د سولې بهیر بریالي کیدو کې مرسته کوي.
د ده په وینا د سولې بهیر بریالي کیدو سره د امریکايي ځواکونو وتلو ته لاره هواریږي.
هغه فاکس نیوز سره مرکه کې ویلي: “امریکا دغه هیواد لپاره د امنیت او نړیوالې هوساینې غوښتنه کوي، هغه څه چې موږ یې کوو د ټولې نړۍ په ګټه دي او تاسې یې نړۍ کې اغیزې وینی. افغانستان کې له افغانانو سره مرسته کوو، چې د سولې مشري پر غاړه واخلي او د دې بهیر بریالیتوب سره زموږ د پوځیانو وتلو ته لاره هواره شي.“
مایک پمپیو همداشان ویلي چې امریکا او ملګرو یې داعش او القاعده ډلې سخت ځپلي دي.
بله خوا، د فنلنډ د بهرنیو چارو وزیر بیکا اویستو له نړیوالې تولنې غوښتي چې افغانستان له یاده ونه باسي او د جنیوا ناسته کې د افغانستان او د دغه هیواد د سولې بهیر د ملاتړ ژمنه وکړي.
پیکا اویستو دوحه کې د شخړو او بشردوستانه مطالعاتو انسټیټیوټ کې د خبرو پرمهال په قطر کې د افغانستان د سولې بهیر مهم بللی دی.
هغه ویلي: “ملاتړو هیوادونو ته زموږ پیغام دادی چې دغه مهم پړاو کې افغانستان هیر نه کړي. موږ ټول افغانستان کې سولې ته اړتیا لرو، په ځانګړي توګه د افغانستان ګاونډي هیوادونه. د جنیوا ناسته کې زموږ هڅه داده چې ملاتړي هیوادونه وهڅوو چې د افغانستان پراختیا لپاره خپلې ژمنې وغځوی. هیله کوم دا چې اوس دوحه کې یو مهم بهیر روان دی، پر افغانستان تمرکز وکړئ.”
همداشان د چین بهرنیو چارو وزارت هم له امریکا غوښتي چې د افغانستان په اړه پر خپلو ژمنو ولاړ پاتې شي.
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند، وانګ ونبین په دې هکله ویلي: “چین دوحه کې د هوکړې عملي کیدل او د افغانانو مذاکرات له نږدې څاري. زموږ وینا داده چې دوحه کې د سولې خبرو کې له پرمختګ پرته افغانستان کې امنیت نشي راتلی. امریکا د افغانستان په مساله کې تر ټولو مهمې ګډونوالې په توګه د نړیوالې تولنې پر وړاندې تر ټولو زیاته مسووله ده. امریکا باید د افغانستان اړوند مسایل په مسوولانه توګه اداره کړي او دغه هیواد کې د سولې او ټیکاو راتلو برخه کې رغوونکې رول ولوبوي.”
دا په داسې حال کې دي چې دوحه کې د بین الافغاني خبرو د پیلیدو نږدې دوه میاشتې تیرې شوې او تر اوسه دغو خبرو کې هیڅ پرمختګ نه دی شوی.
په دې بهیر کې د جګړو شدت هم زیات شوی او هره ورځ د مرګ او ژوبلې رپوټونه خپریږي.
بله خوا د مصالحې عالي شورا کې یوې سرچینې یک تلویزیون ته ویلي چې د قطر هیواد ترڅنګ، څلورو نورو هیوادونو هم د افغانستان سولې خبرو کې منځګړیتوب ته چمتووالی ښودلی دی.
جرمني، ناروې، اندونیزیا او اوزبیکستان هغه هیوادونه دي چې غواړي د افغانانو د خپلمنځي خبرو کنګل اوبه کړي.