په ترکیه کې د زلزلې له امله لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې او لسګونه د استوګنې کورونه وران شوي دي.
دا زلزله پرون جمعه ماښام وشوه چې تر اوسه د معلوماتو له مخې ۳۰ تنه پکې وژل شوي، له ۷۰۰ تنو زیات کسان پکې ژوبل شوي او نږدې پنځوس د استوګنې ودانۍ هم نړیدلي دي.
د امریکا د زلزلې پيژندنې ادارې دغه زلزله اوه درجې او د اروپا زلزلې پيژندنې بنسټ شپږ اشاریه نهه درجې یاده کړې ده.
د ژغورنې او مرسته رسوونکي بنسټونه اوس مهال د هغو کسانو په لټه کې دي چې ممکن د ځمکې لاندې تراوسه ژوندي دي.
د ترکیې ولسمشر خپلو وګړو ته په یوه پيغام کې خواشیني څرګنده کړې او ژمنه یې کړې چې زیانمنو سره به د هر ډول امکاناتو مرسته کوي.
د یونان لومړي وزیر هم په یوه ټویټ کې ترکیه کې ددې پيښې په اړه خواخوږي ښودلې او فرانسې چې تازه یې ترکیه سره اړیکې هم ستونزمنې شوې، د مرستې وړاندیز کړی دی.