په قطر کې د افغان دولت او طالبانو مرکچي پلاوو، کوربه هیواد د خبرو د اسانچاري په توګه ومانه.
قطر کې یوې باوري سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط ویلي چې د بین الافغاني خبرو دواړو خواوو د خبرو پرمختګ لپاره قطر هیواد پر منځګړیتوب سلا کړې ده.
خو دا معلومه نه ده چې ایا قطري چارواکي به د بین الافغاني خبرو ناستو کې په مستقیمه توګه ګډون کوي او که دوی به له دواړو خواوو سره په جلا توګه خبرې کوي.
له دې وړاندې پر دې هوکړه شوې وه چې بین الافغاني خبرو کې به هیڅ بهرنۍ لاسوهنې ته اجازه نه ورکول کیږی.
دا هوکړه له هغه وروسته شوې چې د نږدې یوې نیمې میاشتې له تیریدو وروسته، د مرکچي پلاوو خبرو کې هیڅ پرمختګ نه دی شوی او افغانستان کې د جګړې لمن ورځ تر بلې د پراخیدو په حال کې ده.
بله خوا، افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قومندان سکاټ مېلر وړمه ورځ ناوخته د طالبانو له سیاسي مشرانو سره ناسته کړې ده.