ولسمشر غني وایي هغو چې شل کاله یې پر دین د دریدو دعوه کوله، اوس د قراني احکامو پر ځای د امریکا سره کړې هوکړې ته غوره والی ورکوي.
ښاغلي غني دا خبرې نن پنجشنبه د ملي دفاع وزارت کې د میلاد نبي لمانځنې مراسمو کې وکړې.
هغه په دې اړه وویل: “هغو خلکو چې دعوه کوله شل کاله په دین باندې دریدلي، نن وایي نه د امریکایانو تړون، هغه هم چې مفاهمه ده، دوی ته زیات اهمیت لري د قران کریم له احکامو او شریعت نه.”
هغه همداشان وویل هغه څوک دې پر حکومت او حکومتي چارواکو د فساد تورونه نه لګوي چې دوی ۴۰ تنه قاچاق وړونکي د پیسو لپاره د افغانستان له زندانونو ازاد کړل.
غني وویل: “دا عجیبه ده، هغه څوک د فساد اتهام ږدي چې څلویښتو قاچاق برانو باندې پیسې اخلي چې خلاص یې کړي. یو هم د طالب په نوم نه و نیول شوی. څوک د مخدره موادو تولید او قاچاق مجبوریت ګڼي، پوهیږي چې شرعی نه ده.”
ښکاري د هغه اشاره وسله والو طالبانو ته وه چې د حکومت په وینا دوی یو شمیر د مخدره موادو قاچاق وړونکي د پیسو په بدن کې له زندانونو ایستلي دي.
د یادولو ده چې طالب وسله والو په کراتو د حکومت یو شمیر چارواکو پر فساد او د دین او قانون نورو خلاف کړنو باندې تورن کړي دي.
دا په داسې حال کې دي چې قطر کې د طالبانو او افغان دولت د مرکچي پلاوو ترمنځ د سولې خبرو دریدلي دي.
له همدې سره سم د جګړو شدت هم زیات شوی او هره ورځ له دواړو غاړو لسګونه کسان وژل کیږي.