د کندهار میوند ولسوالۍ کې د سړک غاړې ماین چاودنې په پایله کې پنځه تنه ملکي وګړي وژل شوي دي.
دا چاودنه پرون چهارشنبه شپه د میوند ولسوالۍ سرکاریز سیمه کې د ملکي خلکو پر زرنج موټرسایکل شوې ده.
د کندهار د امنیې قومندانۍ ویاند، جمال ناصر بارکزي د دې خبر په تایید سره ویلي چې په وژل شوو کسانو کې درې ماشومان، یوه میرمن او یو سړی شامل دي.
پيښه کې یو بل کس ټپي شوی هم دی.
تر اوسه د چاودنې مسوولیت چا نه دی منلی، خو افغان چارواکي د پيښې پړه پر طالبانو اړوي.