د هرات ولایت په مرکزي بندخونه کې د پولیسو او بندیانو ترمنځ اخ او ډب کې ۸ تنه بندیان وژل شوي او د څلورو پولیسو په ګډون ۱۲ تنه ټپيان شوي دي.
د هرات د عامې روغتیا ریاست ویاند، محمد رفیق شیرزي ویلي په وژل شوو کسانو کې یو یې د ټوپ په مرمۍ ویشتل شوی او پاتې نور یې د نامعلومو موادو په وسیله وژل شوي، چې تر څيړنې لاندې دي.
شخړه پرون ماښام له هغه وروسته پيل شوه، چې پولیسو له بندیانو د مبایلونو او ټلویزیونونو ټولول پيل کړل.
زندان کې اخ او ډب د شپې تر ناوخته روان و او د ډزو غږونه اوریدل کیدل.