د خواف – هرات له اوسپنیزې لارې د مسافرو لومړنی ازمایښتي قطار له ایرانه د افغانستان هرات ولایت ته ورسید.
د هرات ولایت سیمه ییز چارواکي وایي د دغې لارې پرانستلو لپاره بشپړ چمتووالی نیول شوی او په پام کې ده چې دغه اوسپنیزه لاره ډېر ژر پرانیستل شي.
د چارواکو په وینا د ایران او هرات تخنیکي پلاوي هم دغې موخې لپاره هرات ته تللي دي.
بله خوا، ایراني رسنیو رپوټ خپور کړی چې د دغې لارې دریمه برخه چې ایران له افغانستان سره نښلوي، راتلونکې اونۍ کې پرانیستل کیږي.
نن هم د دغې لارې په اوږدو کې د سوداګریزو توکو ښکته کولو لپاره د یوه هنګر د جوړولو قرارداد لاسلیک شوی دی.
د افغانستان د اوسپنې لارې اداره وایي له دغې لارې په لومړي پړاو کې د دواړو هیوادونو سوداګریز توکي انتقالیږي او دویم پړاو کې بیا د مسافرو تګ راتګ پکې پیلیږي.
د خواف-هرات د اوسپنیزې لارې دریمه برخه د ایران شمع تیز سیمه د هرات روزنک سیمې سره نښلوي.
دغه لاره د ۲۱۸ کیلومترو په اوږدوالي سره پر څلورو برخو ویشل شوې ده، چې دوه برخې یې د ۷۶ کیلومترو په اوږدوالي سره پخوا په ایران کې جوړې شوې دي.
د دې لارې څلورمه برخه د هرات له روزنک سیمې د هرات تر ښاره غځیدلې، چې لایې چارې نه دي بشپړې شوې.
افغانستان کولی شي چې له دغې لارې خپل سوداګریز توکي په ډيرې اسانۍ او کم لګښت سره ترکیې او نورو هیوادونو ته واستوي.