ولسي جرګه وایي حکومت تر اوسه نه دی توانیدلی چې د دوګوني تابعیت لرونکو نوماند وزیرانو د دویم تابعیت د پریښودو تایید له اړوندو هیوادونو واخلي.
د ولسي جرګې اداري پلاوی او یو شمیر غړي وايي دوی ناچاره دي چې دوه ګوني تابعیت لرونکو نوماند وزیرانو د دویم تابعیت د پریښودو لپاره له دوی کتبي ژمنه واخلي.
ځو ځیني نور بیا وایي له اره جرګې ته د دوه ګوني تابعیت لرونکو نوماند وزیرانو معرفي کیدل د اساسي قانون خلاف دي.
د ولسي جرګې څو کمیسیونونه دې ورځو کې د حکومت نوماند وزیرانو د اسنادو پر څیړنې لګیا دي..
د دغې جرګې مشر، میر رحمان رحماني له دغو کمیسیونونو غوښتي چې د د رییسانو کمیټې له ناستې وړاندې د خپلو څیړنو پایلې د جرګې اداري پلاوي ته وسپاري.
ولسمشر غني یوه اونۍ وړاندې د کابینې ۲۳ تنه نوماند وزیران ولسي جرګې ته د رایې اخیستو لپاره ور معرفي کړل.
ټاکل شوې ده چې ولسي جرګه راتلونکو څو ورځو کې دغو نوماندانو ته د رایې صندوقونه کیږدي.