د ولسمشر غني ځانګړي استازي، عمر داودزي پاکستان ته د سفر پرمهال له بي بي سي سره په خبرو کې ویلي پاکستاني چارواکو ډاډ ورکړی چې د روان میلادي کال ترپایه به افغانستان کې اوربند اعلان شي.
داودزي ویلي: “دلته په غیر رسمي مجلسونو کې ډاډ راکړل شوی، چې د کال تر پایه به که خدای کول جنګ بندي اعلان شي.”
د داودزي په خبره ټاکل شوې ده چې د پاکستان لومړی وزیر، عمران خان د روان کال په بهیر کې کابل ته راشي او ولسمشر غني سره پر همدې مسایلو خبرې وکړي.
هغه زیاته کړې چې له پاکستاني چارواکو یې د اوربند او د جمهوریت د ملاتړ غوښتنه کړې او تمه لري چې پاکستاني لوري به په دې برخو کې له افغانستان سره همکاري وکړي.
هغه زیاته کړې: “دا چې په پاکستان کې هم جمهوریت دی او په افغانستان کې هم د جمهوریت نظام دی، نو د پاکستان نه زموږ توقع دا هم ده، چې په دې مذاکراتو کې د جمهوریت ملاتړ وکړي. “
دا په داسې حال کې دي چې ښکاري قطر کې د مرکچي پلاوو ترمنځ خبرې له بندښت سره مخ شوي او د ننه هیواد کې د جګړو شدت هم زیات شوی دی.