د افغانستان د کریکټ ملي لوبډلې لېګ سپینر لوبغاړي راشد خان د هندوستان کریکټ غوره لیګ روانو سیالیو کې د ښه توپ اچونې ریکارډ کیښود.
راشد خان تیره شپه د ډیلي کاپیټل پر وړاندې څلور اورونو کې د دریو لوبغاړو په سوزولو سره یواځې اووه منډې ورکړې.
په دې توګه راشد خان په دې سیالیو کې هغه لوبغاړی شو چې تر ټولو کمې منډې یې ورکړې او اقتصادي توپ اچونه یې کړې ده.
خو د ای پي اېل په تاریخ کې بیا د اقتصادي توپ اچونې له پلوه شپږم لوبغاړی دی.
تر دې وړاندې اشېش نهرا په ۲۰۰۹ کال کې د پنجاب پر وړاندې په څلور اورونو کې د یوه لوبغاړي په سوزولو سره شپږ منډې ورکړې وې.
همداشان فیډل اېډوارډ د کلکتې پر وړاندې له ویکټې پرته شپږ، چهل د چینای پر وړاندې شپږ، راهول شرما د ممبی پر وړاندې اووه او فرګوسن هم د راجستان پر وړاندې شپږ منډې ورکړې دي.
د راشدخان سنرایزرز لوبډلې تیره شپه ډیلي ته د ۲۲۰ منډو هدف ورکړی و، چې ډیلي د ټولو لوبغاړو په سوزیدو سره لوبه د ۸۸ منډو په توپیر سره وبایلله.
راشدخان د ای پي اېل روانو سیالیو کې تر اوسه په ۱۲ لوبو کې ۱۷ ویکټې اخیستې او دریم ښه توپ اچوونکی دی.
کګیسو رباډا په ۱۲ لوبو کې ۲۳ او محمد شمي ۲۰ ویکټې اخیستې دي.