لویې څارنوالۍ په تیرو نهو میاشتو کې د ښځو پر وړاندې د جنسي تیري ۱۷۳ پيښې ثبت کړي دي.
لویه څارنوالي وایي د ښځو پر وړاندې تر ټولو زیات تاوتریخوالي په ځانګړي ډول جنسي تیري، په کابل، بلخ او هرات ولایتونو کې شوي دي.
په ټوله کې په تیرو نهو میاشتو کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي درې زره پيښې په عدلي او قضايي ارګانونو کې ثبت شوي دي.
لویه څارنوالي وایي په کاپیسا ولایت کې د یوه سرتیري له خوا پر یوې نجلۍ د جنسي تیري پيښې ته هم رسیدګي شوې ده.
د ملي اردو یوه سرتیري څه موده وړاندې په کاپیسا ولایت کې پر یوې څوارلس کلنې نجلۍ جنسي تیری وکړ، چې د عدلي او قضايي ارګانونو له لوري په ۲۰ کاله بند محکوم شو.
افغانستان د نړۍ په سطحه هغه هیوادی دی چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي زیاتې پيښې پکې کیږي.