د کابل ښار لسمې حوزې مربوطاتو کې په یوه سراچه موټر کې د ځای پر ځای شوي ماین چاودنې په پایله کې درې کسان ووژل شول او دیارلس نور ټپيان شول.
چاودنه نن سه شنبه له غرمې وروسته د سرای چقرک ګڼه ګوڼه سیمه کې شوې ده.
تر اوسه د چاودنې هدف نه دی معلوم، خو دومره ځواکمنه وه چې د سراچې موټر یواځې ټوټې اوسپنې پر ځاتې شوې دي.
دا په روانه اونۍ کې په کابل کې دویمه خونړۍ پيښه ده.
د اونۍ لومړۍ ورځ کې هم د کابل پل خشک سیمه کې یوه ښوونیز مرکز باندې ځانمرګی برید وشو، چې کابو ۱۰۰ کسانو ته پکې مرګ ژوبله واوښته.